مزارشریف (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د قرانکریم دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د بلخ د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو وایي، د قرانکریم دغه ډول نندارتونونه هممهاله په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پرانیستل شوي دي .
هغه وویل، دغه نندارتون روژې مبارکې میاشتې ته د درناوي په پار جوړ شوی او دوه ورځې به پرانیستی وي.
د نوموړي په خبره، دغه نندارتون په ټولنه کې د قرانکریم د تلاوت او تفسیر دودېدو او د ځوانانو په زړونو کې له هغه سره د مېنې پیدا کې په موخه جوړ شوی دی.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمودالله ضرار وایي، قرانکریم الهي او د هدایت کتاب دی، نو په کار ده چې ټول مسلمانان یې تلاوت کړي او عمل پرې وکړي.
دغه راز، په بلخ کې یو شمېر خپرندویې ټولنې چې په دغه نندارتون کې یې د قرانکریم بېلابېلې نخسې نندارې ته ایښې، د حکومت د دغه کار ستاینه کوي.
د احناف خپرندویې ټولنې مسوول عبدالله حنفي د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه کار ستاینه کوي او وایي چې دغه ډول نندارتونونه په ټولنه کې د پام وړ اهمیت لري او خلک کولای شي په نندارتون کې له شته دیني کتابونو اعظمي ګټه واخلي.
د سعادت خپرندویې ټولنې مسوول محمدشفیق چې په دغه نندارتون کې د قرانکریم ګڼې نسخې نندارې ته اېښې وایي، د دغه ډول نندارتونو جوړول له یوې خوا د اسلامي فرهنګ د ودې برخه کې مهم رول لري او له بلې خوا د قرانکریم ارزښت او اهمیت خلکو ته ښیي.
حیاتالله د مزارشریف ښار اوسېدونکی چې د یاد نندارتون لیدو ته راغلی، وایي، دغه ډول نندارتونونه د ځوانانو په پوهاوي کې مهم رول لري او له ځوانانو غواړي چې قرانکریم تلاوت کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم هر کال د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد ګڼو ولایتونو کې د روژې میاشتې په مناسبت دغه ډول نندارتونونه جوړ شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP