Language

تېر کال جوزجان کې د پاسپورټونو د وېش له درکه څه باندې ۱۹۱ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي

شبرغان (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): جوزجان کې ځایي سرچینې وايي چې تېر لمریز کال په دغه ولایت کې د نږدې ۳۴ زره ټوکه پاسپورټونو د وېش له درکه کې څه باندې ۱۹۱ میلیون افغانۍ راټولې شوې دي.

د جوزجان د پاسپورټ امر قاري نجیب‌الله حیدري نن یوې ناستې ته وویل: «په ۱۴۰۳ کال کې یې ۳۳ زره او ۲۱۳ پاسپورټونه چې په هغو کې ۳۱ زره او ۷۱۶ جلده عادي پنځه کلن پاسپورټونه، ۱۹۶۴ عادي لس کلن پاسپورټونه او ۱۷ سوداګزیز پاسپورټونه متقاضیانو ته ورکړي دي.

هغه وویل چې د دغو پاسپورټونو د وېش له درکه ۱۹۱ میلیونه  ۵۶۰ زره او ۱۰۰ افغانۍ عواید ترلاسه شوي او د حکومت حساب ته انتقال شوي دي.

د حیدري په خبره، اوسمهال په دغه ولایت کې د پاسپورټونو اخیستونکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.