کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د غېږنیونې ملي لوبډلې لوبغاړي مقیب نظامي په اسیایې سیالیو کې خپل منګولیایي سیال ته سیالي وبایله.
د افغانستان د غېږنیونې فدراسیون نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، مقیب نظامي د ۵۷ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې له خپل منګولیایي سیال څخه ماتې وخوړه.
د غېږنیونې فدراسیون د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د غېږنیونې اسیایې سیالۍ د روانې مارچ میاشت په ۲۵مه په اردن کې پیل شوې او ټاکل شوې سبا پای ته ورسېږي.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون له ۳۸ هېوادونو څخه ۳۵۰ ورزشکارانو برخه اخیستې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP