مهترلام (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): د لغمان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لا هم ۱۰۴ ښوونځي ودانۍ نه لري خو په خبره یې چې دغه ستونزه یې له پوهنې وزارت او یو شمېر موسسو سره شریکه کړې ده.
د لغمان ولایت د پوهنې رییس مولوي شاهجهان ساجد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت مرکز او پنځهګونه ولسوالیو کې ۱۰۴ ښوونځي لا هم ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا کې، تر لمر لاندې او یا د دېوالونو او ونو سیوري ته پر ځمکه ناست زدهکړې کوي.
د هغه په خبره، یاده ستونزه یې د ولایتي ادارې سربېره له وزارت او یو شمېر نړۍوالو موسسو سره شرېکه کړې خو د ټولو له خوا یې تر اوسه یوازې ډاډ ترلاسه کړی دی.
هغه د جزییاتو له ورکولو پرته هیله څرګنده کړه چې روان کال به یو شمېر ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شي.
په همدې حال کې د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې حکومت او مرستندویه ادارې باید دغه ولایت کې ښوونځیو لپاره د ودانیو د کمښت ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
د دولتشاه ولسوالۍ د فرشغان درې قومي مشر داديخان شهرت وویل، سیمه کې یې ښوونځي ودانۍ نهلري او ماشومان یې تر ونو لاندې زدهکړو ته کېني.
د نوموړي په خبره، دوی په ځلونو، یاده ستونزه له مسوولینو سره شریکه کړې خو یوازې ژمنې ورسره شوې دي.
همدارنګه د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکي مولوي عبدالمنان وویل، د دوی په سیمه کې پنځه ښوونځي داسې دي چې ودانۍ نهلري، زدهکوونکي یې تر شنه اسمان لاندې د ځمکې پر سر کېني او په خبره یې چې اسلامي امارت یې باید د زدهکوونکو ستونزې درک او ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.
خو دا چې د لغمان د سیمهییزو مسوولینو او ولسونو دې غوښتنې ته حکومت او مرستندویه ادارې کله او څنګه ځواب وايي، لا معلومه نهده.
د معلوماتو له مخې، لغمان کې ۲۸۸ بابه ښوونځي او ۴۴۵ رسمي دیني مدرسې فعالې دي چې درې سوه زره زدهکوونکي په کې عملاً پر زدهکړو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP