Language

میانمار کې مرګوني زلزله؛ ۱۴۴ کسانو ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): میانمار کې د رېښتر په کچه د یوې ۷،۷ درجې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۴۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۳۲ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز اژانس راپور ورکړی چې پرون (جمعه) په میانمار کې د رېښتر په کچه یوه ۷،۷ درجې زوروره زلزله شوې ده.

د راپور له مخې، د یادې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۴۴ کسان مړه شوي او ۷۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د یادې زلزلې له امله د میانمار یو شمېر سیمو ته پراخ زیانونه اوښتي او بحراني وضعیت ته په پام سره د قربانیانو شمېر د ډېرېدو احتمال شته.

Related Topics