کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): نن کابل ښار کې د تېرې اونۍ په پرتله د سرو زرو او اوړو بیې لوړې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی.
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرو اووه ورځو په نسبت د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د پلور عمده بیه له ۱۳۳۰ څخه ۱۳۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
خو د هغه په خبره، نن هم لکه تېره یکشنبې په عمده ډول ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د کابل ښار کې د خوراکي توکو یوه پرچونپلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
نفتي توکي
د احمدیار د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د تېرې شنبې ورځې په څېر د یوه لېتر پټرولو بیه ۶۲ افغانۍ، د یوه لېتر ډېزلو بیه ۵۷ افغانۍ او د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۵۰ افغانۍ ده.
سره زر
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرې اونۍ په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۵۶۰۰ څخه ۵۶۵۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۴۵۰ څخه ۴۶۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدولون سره تړاو لري.
د اسعارو بیه
د کابل ښار شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وري میاشتې په دویمه د یوه ډالر د پېر بیه ۷۰ اعشاریه ۲۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP