Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر کال په دولتي سېلوګانو کې څه باندې ۳۶ زره مټریک ټنه غنم زېرمه شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، تېر لمریز کال کې ۳۶۳۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم په دولتي سېلوګانو کې زېرمه شوي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په یوه ويډیي کلیپ کې ویلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري تېر لمریز کال په ټول هېواد کې له بزګرانو اضافي غنم د بازار د ورځني نرخ له مخې پېرل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه غنم په بغلان، کندوز، تخار، بلخ، سرپل، فاریاب، هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې پېرل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، یاده اندازه غنم د کرنې، اوبولکولو او مالدارۍ وزارت په مرکزي او ولایتي سېلوګانو او ستراتیژیکو زېرمو کې ساتل کېږي.

د سرچینې په حواله، له زېرمه شوو اضافي غنمو به د جوړ شوي طرزالعمل مطابق د طبیعي پېښو پر مهال له زیانمنېدونکو سره د بېړنیو مرستو، د بزګوانو د لاسنيوي، په مارکېټونو کې د غنمو بیې ثابتې ساتلو، د غنمو د احتکار، د کوکنارو  او نورو ممنوعه کښتونو د مخنیوي او د اړتیا په صورت کې نظامي او ملکي منسوبینو او کارکوونکو ته د ډوډۍ چمتو کولو په موخه استفاده کېږي.

د سرچینې په وینا، اسلامي امارت هڅه کوي چې د نورو سکټورونو ترڅنګ هېواد د غنمو په سکټور کې هم پر ځان بسیاینې ته ورسوي او هڅه کوي پر شاړو ځمکو د غنمو کښت زیات کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغانستان په کلني ډول شپږ میلیون مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لري چې اوس مهال څلور میلیون مټریک ټنه په هېواد کې دننه تولیدېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.