Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دولتي ادارو له اختر وروسته کاري مهالوېش اعلان شو

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د کوچني اختر په مناسبت به دولتي ادارې د شوال میاشتې له لومړۍ نېټې چې د اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده، بیا د دې میاشتې تر درېیمې پورې رخصت وي.

یاد وزارت نن (شنبه) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې په دولتي ادارو کې کاري وختونه له اختر وروسته ۸ بجې پیلېږي او د مازدیګر ۴ بجې پای ته رسېږي او له ۱۲ تر ۱ پورې یو ساعت وقفه ده.

د یاد وزارت په وینا، پنجشنبه ورځ به کاري ساعتونه پرته له وقفې د سهار له ۸ بیا د ماسپښین تر یوې پورې وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.