Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله سعودي عربستان ته ولاړه

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان جدې ښار ته ولاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر فېسبوک‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله نن سهار (شنبه) سعودي عربستان ته ولاړه.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالۍ به د روان زېږدیز کال د اپرېل له ۳مې تر ۲۰مې د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره شي.

په یادو سیالیو کې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي او افغانستان په  Cګروپ کې د سوېلې کوریا، یمن او اندونیزیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

څه موده مخکې د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډلې سرمربي الیاس منوچهر پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې د هېواد لوبډله د ۲۰۲۵ کال اسیا جام په سیالیو کې سختې لوبې په مخ کې لري؛ خو په دغو سیالیو کې د پیاوړي ګډون لپاره چمتو ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.