Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې یو شمېر سوداګرې ښځې له حکومته د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي

مزارشریف (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۴): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ښځینه سوداګرو لپاره د رابعه بلخي په نوم ځانګړي مارکېټ کې هټۍوالې له خپلو کاروبارونو خوشاله دي او غوښتنه کوي چې یو بل مارکېټ دې هم ورته جوړ شي.

د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې اوسمهال د ښځينه سوداګرو لپاره د خدیجةالکبرا او رابعه بلخي په نومونو دوه ځانګړي مارکېټونه فعال دي چې شاوخوا ۶۰۰ مېرمنې په‌کې په کار بوختې دي.

د رابعه بلخي په نوم د ښځینه سوداګرو د ځانګړي مارکېټ مسوولې ناهیدي رازقي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه مارکېټ ۷۵ هټۍ لري چې په هره یوه کې له دوو تر شپږو پورې مېرمنې په کار بوختې دي چې شمېر یې ۳۰۰ ته رسېږي.

هغې دغه راز وویل، په یاد مارکېټ کې ښځې د خیاطۍ، لاسي صنایعو، غوړیو تولید، غالۍ اوبدلو، رسټورانټ او د خوږو پخولو برخو کې فعالیت کوي چې بازار یې ښه او له خپل کاروباره خوشاله دي.

رازقي زیاته کړه، اوس هم ډېر شمېر ښځې دغه مارکېټ ته د هټیو د کرایه کولو په موخه ورځي خو په خبره یې چې مارکېټ کې د نورو هټيو لپاره ځای او امکانات نه‌ لري.

د هغې په خبره، مزارشریف ښار کې د دغه ډول یوه بل مارکېټ جوړېدو ته هم جدي اړتیا ده؛ ځکه د سوداګرو او کسب‌ګرو مېرمنو شمېر ډېر خو د کار ساحه یې تر همدغو دوو مارکېټونو محدوده ده.

دغه راز، د یاد مارکېټ هټۍ‌والې مېرمنې هم د دغه فرصت له برابرېدو خوښې دي او په خبره یې چې کار یې ښه او له همدې لارې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ کوي.

د نجیبې خلیلي په نوم یوه مېرمن چې په یاد مارکېټ کې یو کوچنی رسټورانټ لري او له خپلو دوو لوڼو او یوې شاګردې سره یو ځای بېلابېل ډول خواړه پخوي، له خپل کاره خوشاله ده.

هغې وویل، ښځې دغه په مارکېټ کې په خوندي چاپېریال کې فعالیت کوي او حکومت باید نورو ښځو ته هم ورته مارکېټونه جوړ کړي.

دغه راز، د مرزیلا نوابي په نوم یوه بله هټۍ‌واله بیا له حکومته غوښتنه کوي چې له ښځينه سوداګرو او صنعت‌کارانو د ملاتړ په موخه دې دغه ډول نور مارکېټونه هم جوړ کړي.

د نوابي په خبره، که ښځې پر ځان بسیا شي او وکولای شي د نارینه‌وو ترڅنګ د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي نو په مستقیم ډول د ټولنې د پرمختګ سبب کېږي.

په همدې حال کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین د تېر په څېر له ښځینه‌ سوداګرو د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د یاد ریاست مرستیال نصیراحمد نیازي وویل، د ښځينه سوداګرو لپاره دا مهال په مزارشریف ښار کې د رابعه بلخي او خدیجةالکبرا په نوم دوه ځانګړي مارکېټونه فعال دي چې په هر مارکېټ کې شاوخوا ۳۰۰ مېرمنې په کار بوختې دي.

هغه زیاته کړه، د بلخ ځایي مسوولین پلان لري چې ښځو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د مزارشریف ښار لسمه ناحیه کې درېیم مارکېټ هم جوړ کړي.

د یادونې ده، مزارشریف ښار کې د رابعه بلخي د ښځو مارکېټ له څه باندې یوې لسیزې راهیسې فعال دی چې لومړی یې د ښځو چارو د ریاست تر چتر لاندې فعالیت درلود خو اوس یې مسوولیت او د چارو سمبالښت د مزارشریف ښاروالۍ او صنعت او سوداګرۍ ریاست ته سپارل شوى دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.