Language

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله نیپال ته ولاړه

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي، د ۱۹ ‌کلنو کرکټ ملي لوبډله د نیپال له لوبډلې سره د درېیو یو ورځينو لوبو د ترسره کولو په موخه نن سهار یاد هېواد ته روانه شوه.

د افغانستان د کرکټ ‌بورډ پر فیسبوک‌پاڼه لیکل شوي، د هېواد د نوولس‌ کلنو د کرکټ ملي لوبډله د نيپال د نوولس ‌کلنو له ملي لوبډلې سره د درېیو یو ورځنیو لوبو د ترسره کولو په موخه نن سهار د کوربه هېواد پر لور روانه شوه.

کرکټ بورډ دغه راز لیکلي، دغه لوبډله به هلته د نوولس کلنو د نړۍوال جام په غوراوي سیالیو کې هم ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې افغان ځوانان به د نيپال پر وړاندې خپله لومړۍ یو ورځینۍ لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره کړي.