کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا اقتصادی مرستیال وایي چې اسلامي امارت د متقابل درناوي او اقتصادمحورې تګلارې پر بنسټ له نړۍ سره د مثبت تعامل لپاره چمتو دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، نن (یکشنبه) د اختر د لمانځه پر مهال په خپله وینا کې چې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون پر خپله اېکسپاڼه خپره کړه، ویلي چې افغانستان اوس امن دی.
هغه زیاته کړې: «له دغه فرصت څخه په استفادې یو ځل بیا پر نړۍوالو غږ کوم چې له اسلامي امارت سره د مثبتو سیاسي او اقتصادي تعاملاتو لار هواره کړي. اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې ټولې نړۍ ته دا ثابته کړې چې افغانستان بشپړ امن دی و د متقابل درناوي او اقتصادمحوره تعامل په چوکاټ کې هر ډول تعاملاتو او مناسباتو ته چمتو دی.»
د یادونې ده چې اسلامي امارت له دې مخکې هم له نړۍ سره پر مثبت تعامل ټینګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP