کندهار (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده نن د کندهار په عیدګاه جومات کې د کوچني اختر په مناسبت په خپله وینا کې د اختلافاتو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ.
کندهار کې نن د کوچني اختر لمونځ د عیدګاه په مرکزي جومات کې د اسلامي امارت د مشر په امامت ادا شو.
د اسلامي امارت مشر شیخالحدیت مولوي هبتالله اخندزاده هلته له لمانځه مخکې ګډونوالو ته په وینا کې پر یووالي او د اختلافاتو پر له منځه وړلو ټینګار وکړ.
هغه وویل، مسلمانانو ته دښمنان یو موټی دي، متوجه دي او غواړي د دوی قوت له منځه یوسي او په خپل منځ کې یې پر اختلافاتو او بدیو اخته کړي.
د اسلامي امارت مشر وړاندې وویل: «په افغانستان کې د ناټو او امریکا پر ضد د جهاد د کامیابۍ راز همدا یووالی او د خدای پاک نصرت و.»
د هغه په وینا، داسي تبلیغات کېږي چې د اسلامي امارت او خلکو تر منځ فاصله رامنځته شي او د دې تبلیغاتو په لړ کې ویل کېږي چې د اسلامي امارت مشران بېکفایته دي، خو په خبره یې چې دا کار صرف د خلکو او اسلامي امارت د لريوالي په موخه کېږي.
هغه په خپلو خبرو کې پر اطاعات ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «ماته د یوه امام په توګه وګورئ، تاسو اطاعت وکړئ، دا اطاعات د مسلمانۍ یو حکم دی، دا جامعه جوړه ده، نظم جوړ دی، مشر لري، که حکم مې وکړ وه یې منئ، که اطاعات ونه کړئ، بیا به په داسې جنګونو اخته کېږئ، لکه دا مخکې چې وو.»
هغه وویل، په هېواد کې د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته چې کورنۍ جګړه روانه وه، لامل یې د یوه معلوم مشر نشتون او ملکالطوایفي حکومتونه وو.
د اسلامي امارت د مشرتابه وینا تر ډېره د تل په څېر د شرعي قوانینو پر عملي کولو او د خلکو ترمنځ پر یووالي او اتفاق ورټوله وه.
هغه دغه راز د وینا په یوه برخه کې پر شتمنو افغانانو هم غږ وکړ چې د بېوزلو لاسنیوی وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP