Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ یو شمېر اوسېدونکي د مزارشریف – کلفت بندر سړک له خرابوالي شکایت کوي

مزارشریف (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۴): د بلخ د چهاربولک او چاهي ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د مزارشریف – کلفت بندر ترمنځ د غځیدلي سړک له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته یې د جوړولو غوښتنه کوي.

دغه سړک چې د بلخ له چهاربولک، چاهي او د جوزجان له قرقین ولسوالیو تېریږي، مزارشریف ښار د کلفت بندر له لارې له ترکمنستان هېواد سره نښلوي.

که څه هم دغه سړک له تېرو کلونو همداسې ویجاړ پاتې، اوس د چهاربولک او چاهي ولسوالیو اوسېدونکي غوښتنه کوي چې دغه مهم سړک دې په پاخه او اساسي ډول ورغول شي.

دوی تر مزارشریف ښار پورې په وخت د ناروغانو نه رسېدل او د موټرو لوړه کرایه هغه اساسي ستونزي یادوي چې د دغه سړک د خرابوالي له امله ورسره مخ دي.

د چهاربولک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدعمر وویل، له مزارشریف څخه دغه بندر ته د غځیدلي سړک خرابوالي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل، د دغه سړک په اوږدو کې ډېری کوچني پلونه نړېدلي چې له هر څه لومړی یې باید د رغېدو چارې پيل شي.

دغه راز، د چاهي ولسوالۍ اوسېدونکي شهاب‌الدین وویل، د دغه سړک د خرابوالي له امله دوی د تګ – راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي او د ژمي پر مهال دغه ستونزې څو برابره ډېرېږي.

هغه زیاته کړه، د دغه سړک د خرابوالي له امله یې ناروغان پر وخت روغتون ته نه‌رسېږي او ان ځیني وخت پر لار ساه ورکوي.

ورته مهال، یو شمېر موټر چلوونکي هم پر دغه لار له تګ راتګ ستړي شوي او ډېری وخت د لاري خرابوالي له کبله یې موټر خراب شوي دي.

موټرچلوونکي عطا‌ءمحمد وویل، پر دې لاره له سراچې موټرونو پرته نورو موټر په اسانۍ تګ راتګ نه‌شي کولی او له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه سړک د جوړېدو چارې پیل کړي.

په همدې حال کې د چهاربولک ولسوال غلام‌دستګیر جلالي ډاډ ورکوي چې د خلکو ستونزې یې درک کړي او حکومت به یې ژر د جوړېدو په موخه لاس په کار شي.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «رښتیا هم له مزاره، کلفت بندر ته غځیدلی سړک ډېر خراب دی خو اسلامي امارت لکه څنګه چې نورو سیمو کې رغنیزې او پراختیایي پروژې پیل کړې دي، ډېر ژر به د دغه سړک د جوړېدو عملي چارې هم پیل کړي.»

همدارنګه، د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس وویل، یاد سړک د هېواد له مهمو سړکونو څخه دی چې په اساسي ډول جوړېدل یې له وړاندې دغه وزارت په خپل پلان کې شامل کړي دي او زیاتوي چې د مالي ملاتړ له پیدا کېدو سره سم به یې چارې پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.