Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میانمار او ټایلېنډ کې د زلزلو له امله د مړو شمېر له ۱۷۰۰ اوښتی

کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، میانمار او ټایلېنډ کې د زلزلو له امله څه باندې ۱۷۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

میانمار او ټایلېنډ د تېرې جمعې په سهار دوو پرله‌پسې زورورو زلزلو ولړزول؛ د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې ویلي، دا زلزلې د ريښتر په کچه ۷.۷ او ۴.۶ درجې وې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، میانمار او ټایلېنډ کې د دغو زلزلو له امله د وژل شوو کسانو شمېر له ۱۷۰۰ اوښتی، ۳۴۰۰ ټپیان دي او څه باندې ۳۰۰  کسان لا هم ورک دي.

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مرستندویه ډلې میانمار ته رسېدلې او ځینو سیمو کې یې د ژغورنې عملیات پیل کړې دي.

روسیې، چین، هند، مالیزیا او څو نورو هېوادونو ویلي چې میانمار ته یې لسګونه مرستندویان استولي څو د ژغورنې چارو کې برخه واخلي.

راپور کې دغه‌راز راغلي، تایلېنډ کې هم د مړو شمېر ۱۸ تنو ته لوړ شوی او ۷۸ نور لا په بنکاک کې د یوې نړېدلې نیمه‌‌ پاتې ودانۍ تر خاورو لاندې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.