کابل (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ پر غزه برید کړی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د الجزیره شبکې نن د فلسطینی چارواکو له قوله راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ پر غزه برید کړی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.
د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر په اوومه په غزه کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ جګړه پیل شوې چې تر اوسه دوم لري.
د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د جګړې له پیل راهیسې څه باندې ۵۰ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۱۴ زره نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP