Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د خپلمنځي نښتې له‌ امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت چپرهار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سیدطیب حماد پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د دغه ولایت د چپرهار ولسوالۍ دولتزو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه رامنځته شوې ده.

دی وايي چې د دې خپلمنځي نښتې له امله دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د چپرهار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ منسوبین سیمې ته رسېدلي، ټپیان یې د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدولي، او د وژل شوو کسانو جسدونه یې خپلو وارثینو ته سپارلي دي.

حماد وویل چې اوس‌مهال یاده سیمه د امنیتي ځواکونو تر څار لاندې ده، او د یادې پېښې عاملین نیول شوي چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

بلخوا، د سیمې یوه اوسېدونکي رحمت‌الله پژواک ته وویل چې وژل شوي دواړه وروڼه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.