کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۴): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سبا د هېواد په دوولسو ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې سبا په بغلان، بلخ، غور، بادغیس، دایکنډي، سرپل، بامیان، میدانوردک، غزني، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتلو احتمال شتون لري.
د سرچینې په وینا، بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو او د واورې کچه له ۱۰ تر ۲۰ سانتي مترو اټکل شوې ده.
سرچینې لیکلي، د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالي او مرکزي ولایتونو کې د چټکو بادونو احتمال شته چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP