ترینکوټ (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): د اروزګان په ولایتي روغتون کې تېره ورځ داسې یوه ماشومه زېږېدلې وه چې دوه سرونه یې لرل خو دنیا ته له راتګ سره سم یې ساه ورکړه.
د اروزګان په ولایتي روغتون کې یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ دغه روغتون ته له ګېزاب ولسوالۍ څخه یوه مور چې په ولادت ناروغه وه، ور وړل شوې وه.
سرچینې وویل، دا چې د ناروغ حالت سخت و، ډاکټرانو له معایناتو وروسته د علمیات پرېکړه وکړه.
د سرچینې په خبره چې د عملیات په پایله کې داسې یوه نجلۍ دنیا ته راغله چې دوه سرونه یې درلودل، خو له څو شېبو وروسته مړه شوه.
سرچینې زیاته کړه، روغتیایي کارکوونکو هڅه وکړه چې د ماشوم ژوند وژغوري خو له ګېزاب څخه تر ترینکوټ ښاره اوږدې لارې او پر وخت تر روغتونه د ناروغ نه رسېدو، د دوی هڅې بریالۍ نهکړې.
د معلوماتو له مخې، د مړې شوې ماشومې مور ۳۵ کاله عمر لري او له دې مخکې یې دوه عادي ولادتونه هم کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP