پلخمري (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): د بغلان د امنیه قومانداني مسوولین وایي، تېره ورځ په نهرین ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ د نهرین ولسوالۍ اړوند شېخ جلال سیمه کې د یوه سراچه موټر چپه کېدو له امله د ښځو په ګډون شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
سرچینې لیکلي، په دغه پېښه کې د د دوو مېرمنو په ګډون څلور کسان مړه او دوه نارینه ژوبل شوي چې د ځایي پولیسو له خوا د مرکزي بغلان د ولسوالۍ روغتون ته او بیا د لا ښې درملنې په موخه د کندوز حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
خبرپاڼه کې د پېښې علت نه دی په ډاګه شوی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP