کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په ګډون د دغه سازمان کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې له اسلاماباد او راولپنډۍ ښارونو د افغان کډالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو پرون (جمعه) د یوې ګډې بیانیې په خپرولو افغانستان ته په زور د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې پاکستان باید د یوه ګاونډي هېواد په توګه د اوږدې مخینې په درلودو سره د افغانانو کوربهتوب ته دوام ورکړي.
هغوی زیاته کړې: «په پاکستان کې میلیونونه افغانان د هغوی د اصلي اندېښنو له په پام کې نیولو پرته د بېرته ستنولو له ګواښ سره مخ دي؛ دغه اقدام د نړۍوالو بشري حقونو او د کډوالو له قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له سپارښتنو سره په ټکر کې دی.»
د هغوی په خبره، د بودجې کمېدل د دې لامل کېږي چې له ګاونډیو هېوادونو د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ برخه کې د افغان حکومت او بشرپالو بنسټونو وړتیا کمه کړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو څرګنده کړې چې د پاکستان دا پرېکړه د کډوالو له قوانینو سره هم په ټکر کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت پرون له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو پیل کړ.
پاکستانۍ رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړی و چې د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو له پیل سره سم د دغه هېواد په اسلاماباد او راولپنډۍ کې لږ تر لږه ۶۰ افغانان نیول شوي دي.
دغه راز په راپور کې راغلي چې نیول شوي کسان حاجي کمپ سیمې ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP