Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي

میمنه (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): د فاریاب ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت پر نمبر۲ لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د ترافیکو ادارې د حادثاتو مدیر احمدفهیم کوهي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار په چمتال‌سای سیمه کې شوې ده.

د کوهي په خبره، دوو پاسو موټرو چې په میمنه کې له یوه واده د قیصار ولسوالۍ پر لور روان وو، په چمتال‌سای سیمه کې له یوه کرولا موټر سره ټکر کړی چې په پایله کې یې ۱۰ ښځې، دوه ماشومان او یو نارینه ټپیان شوي دي.

هغه د دې پېښې لامل د دغو پاسو موټرو یو له بل نه د مخکې کېدو هڅه بللی دی.

ورته مهال، د میمنې روغتون بېړنۍ څانګه کې موظف ډاکټر قدرت‌الله وویل چې مړ شوی کس یو ماشوم دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.