Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د بورې او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د بورې او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې خو د روسي سرو زرو بیه ټیټه شوې ده.

کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۵۰۰ څخه ۲۵۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرچینې په وینا، د بورې بیه د وارداتو د کمېدو او په بازارونو کې یې د کمښت له امله لوړه شوې ده.

خو نوموړي وویل چې نن هم لکه تېره شنبه په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۵۰ افغانیو، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن تېرې شنبې ته ورته یو لېتر پټرول په ۶۲ افغانیو او د یو لېتر ډیزل په ۵۷ افغانیو پلوري.

خو نوموړي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یوه کیلوګرام ګاز بیه له ۵۰ افغانیو ۵۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، د اوبلن ګاز د نړۍوالو بیو د لوړېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې یې هم بیه لوړه شوې ده.

سره زر

کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۶۵۰ څخه ۴۶۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

‎خو نوموړی وايي چې نن تېرو اوو ورځو ته ورته د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه ۵۶۵۰ افغانۍ ده.

د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل، نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۵۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وري میاشتې په ۹مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۱ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو تبادله کېدې.

ویدا قلندری

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.