ایبک (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): د سمنګان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه وکړی دی.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمتالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د ایبک ښار اړوند په «ګلقشلاق» کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو کرولا موټر په یاد کلي کې یو کس وهلی او هغه ژوند بایللی دی.
د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي بلل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP