مزارشریف (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): په مزارشریف ښار کې د هېواد په کچه د اوړو او نورو غلهجاتو د عمده پلور لپاره د بیو ټاکلو په موخه یو مرکز پرانیستل شو.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار په یوه نوي جوړېدونکي «مزار هوټل سوداګریز مارکېټ» کې د هېواد په کچه د اوړو او نورو غلو دانو عمده پلور ته د بیو ټاکلو مرکز جوړ او نن رسماً پرانیستل شو.
د یاد سوداګریز مارکېټ مسوول مصطفی مهمند په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې وویل، په دغه مارکېټ کې د اوړو او نورو غلو دانو د بولۍ بازار له جوړېدو وروسته به د تېلو، ګاز او اسعارو د بیو ټاکلو لپاره هم مرکزونه جوړ شي.
ورته مهال، په بلخ کې یو شمېر سوداګر د دغه بازار جوړېدل د بیو د کنټرول او احتکار مخنیوي برخه کې مهم بولي.
یوه سوداګر ذبیحالله کهمردي وویل، په دغه بازار کې به د توکو نړۍوالو بیو ته په کتو د اوړو او غلو دانو بیې په ورځني ډول ټاکل کېږي چې هم به سوداګرو ته اسانتیا برابرېږي او هم به ورسره له احتکاره مخنیوی کېږي.
باید وویل شي چې دا لومړی ځل دی د غلو دانو عمده پلور ته د بیو ټاکلو په موخه د هېواد په کچه دغه ډول یو مرکز پرانیستل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP