Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

پل‌علم (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د «الیاس خان بابا» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیم‌زي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ چې یوه اونۍ یې دوام وکړ، د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو په‌کې ۳۰ لوبډلو او لسګونو لوبغاړو ګدون کړی و.

هغه زیاته کړهچې دغه سیالۍ د کوچني اختر سالم لمانځلو، د واليبال ورزش ته د ودې ورکولو او د ورشکارانو ترمنځ د غوره اړیکو رامځنته کېدو به موخه جوړې شوې وې.

نعیم‌زي زیاته کړه، د کوچني اختر په مناسب د جوړو شوو یادو سیالیو پای‌لوبې ته د کلنګار او الیاس خان بابا لوبډلو لاره موندلې وه چې الیاس خان لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ۳/۲ ماتې ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.

بلخوا، د جوړو شوو سیالیو یوه ګډونوال محمداجان وویل، خوشاله دی چې د کوچني اختر لمانځنې په موخه د ولایت په کچه د لسګونه ورزشکارانو ترمنځ د واليبال سیالۍ جوړې شوې.

نوموړي زیاته کړه، د واليبال فدراسیون دې دغو ورزشکارانو ته د ورزش معیاري لوبغالي، د وسایلو د وېش او ظرفیت لوړولو اسانتیاوې رامنځته کړي.

هېره دې نه وي چې له دې مخکې هم په لوګر کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د «رمضان جام» په نوم د واليبال سیالۍ جوړې شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.