کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴): د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې هم نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې نن په نیپال کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د نیپال پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په یاده سیالي کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو ۵۰ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپوهنه کې لوبډلمشر محبوبخان تسکین ۵۸ او روحالله عرب ۲۷ منډې وکړې.
په مقابل کې، نیپال لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په ۵۰م اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۷ منډې وکړې او د یوې منډې په توپیر یې افغان لوبډلې ته لوبه وبایلله.
د افغان لوبډلې په ګټه په توپاچونه کې زیتالله شاهین، واحدالله ځدراڼ او حفیظ ځدارڼ دوه – دوه، روحالله عرب، محبوبخان او عذیر نیازي بیا د نیپال لوبډلې یو – یو لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله به له نیپال سره خپله درېیمه لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ ترسره کړي.
د یادونې ده چې د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډلې تېره پنجشنبې په خپله لومړۍ لوبه کې هم نیپال ته ماته ورکړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP