Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د غشي ویشتلو سیالۍ د «شورپشکي» لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴): نورستان کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د غشو ویشتلو اختریزې سیالۍ د شورپشکي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو یو تنظیموونکی رمضان کریمي وایي، دغه سیالۍ چې ۱۸ لوبډلو ګډون په کې کړی و، د پشکي په مرکزي کلي کې ترسره شوې.

هغه زیاته کړه چې د دغو سیالیو پای‌لوبه د شورپشکي او سوپر سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د شورپشکي لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

د هغه په خبره، په یادو سیالیو کې د نورستان دودیزې او سیمه‌ییزې لوبې له غورسی، تیږه اچونه، پهلواني او د غشي ویشتلو ترڅنګ د دغه ولایت نورې سیمه‌ییزې لوبې هم نندارچیانو ته وړاندې شوې.

دی وایي، دغه سیالۍ د نشه‌یي توکو له استعماله د ځوانانو راګرځولو، ځوانانو ته د ورزش او تفریح زمینې برابرولو، یووالي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې.

په پای کې لومړی او دويم مقام ګټونکو لوبډلو ته د کپ پر ځای یو یو سیرلی ورکړل شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.