Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل ختیځ لور مسافروړونکو موټرو د ترمینل جوړولو کار پیل شو

کابل: (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴): د کابل ختیځ لور مسافروړونکو وسایطو ترمینل – چې نن یې کار پیل شو- پر ۷،۳ جریب ځمکه، د ۱۶۲ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړیږي.

مسوولین وایي، دغه  ترمینل به د وسایطو پارکینګ، اداري ودانۍ، جومات، رسټورانټ او نورې اسانتیاوې ولري.

د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور د دغه ترمینل د کار د پیل په مراسمو کې دا ډول اقدامات د هېوادوالو لپاره هيله‌بښونکي وبلل او ویې ویل، حکومت هڅه کوي چې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره جدي کار وکړي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ صدیق‌الله عابد په نننۍ ناست کې وویل چې یاد ترمینل د ترانسپورټ وزارت د ۱۶۲ میلیون افغانیو په لګښت پر ۷.۳ جریب ځمکه د الیاس ویس خصوصي شرکت له لوري جوړیږي او چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

د ده په وینا، په یاد ترمینل کې اداري ودانۍ، د نارینه او ښځو لپاره جوماتونه، د وسایطو پارکینګ، رسټورانټ او نورې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

هغه زیاته کړه چې دغه وزارت تېر لمریز کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۳.۸ میلیارد افغانیو دولتي بودجې او ۳.۵ میلیارد افغانیو خصوصي سکټور په پانګونه د بېلابېلو ترمینلونو جوړولو چارې پیل کړې دي.

دغه راز، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین‌محمد حنیف په یادو مراسمو کې وویل چې په ۱۴۰۳ کال کې د هېواد په کچه پر ۳۳۷ پروژو کار پیل شوی او لګښت یې د اسلامي امارت له پراختیایي بودجې ورکول کېږي.

هغه د نبسټیزو پروژو جوړولو برخه کې د خصوصي سکټور له ونډې مننه وکړه او د هېواد له پانګه‌والو یې وغوښتل چې د هېواد په بيارغونه کې ونډه واخلي.

د کابل والي ملا امین‌الله عبید په نننيو مراسمو کې د کابل ختیځ لور مسافروړونکو وسایطو ترمینل جوړېدل یوه ښه لاسته‌راوړنه وبلله، زیاته یې کړه چې ورسره به مسافر له بېلوبېلو ستونزو لکه غلا، کيسه‌برۍ او نورو په امان شي.

هغه وویل چې د یادې عام‌المنفه پروژې په بشپړېدو سره به د فساد مخه ونیول شي او عواید به په سم ډول راټول شي.

د الیاس ویس شرکت استازي انجنیر شاهدالله هاند وویل چې یاد شرکت د ودانیزو او سړک‌جوړړنې برخه کې د ۲۱ کلنې کاري تجربې په لرلو ژمنه کوي چې دغه پروژه به له تړون سره سم په معیاري ډول پر خپل وخت بشپړه کړي

د روان کال د وري درېیمه د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندۍ سیمه کې هم پر ۹۱۴ جریب ځمکه د یوه ترانسپورټي ترمینل جوړولو چارې پيل شوې چې پر جوړېدو به یې څه باندې یو میلیارد افغانۍ لګښت وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.