کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴): سياېناېن راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د میلیاردر سلاکار ایلان ماسک پر ضد په ټوله امریکا کې پراخ لاریونونه شوي دي.
د سياېناېن د راپور له مخې، د پرون شنبې ورځې لاریونونه چې میلیونونه کسانو په کې ګډون درلود، د ډیموکراسۍ پلوي خوځښت له لوري د امریکایانو د ازادۍ او د هغوی پر حقونو د برید پر وړاندې تنظیم شول.
د لاریونونو تنظیموونکو ویلي چې «د میلیارررانو له لوري د قدرت د تصاحب» د پای ته رسېدو غوښتونکي دي او پر ډیموکراسۍ د برید، د اشتغال کمېدو، د خصوصي حریم تر پښو لاندې کېدو او پر خدماتو د بریدونو پر وړاندې اعتراض لري.
د ایندویزیبل غورځنګ «Indivisible»- چې په یاد خوښت کې په ټولیز ایتلاف سره یو مخکښ سازمان دی – اټکل کړی چې په یادو لاریونونو کې د ګډون لپاره شاواخوا ۶۰۰,۰۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، په لندن، پاریس او ځینو نورو لویو ښارونو کې هم دغه ډول لاریونونه شوي دي.
د لاریونونو ترسره کوونکو «د ټرمپ په دولت کې د میلیاردي تصاحب او پراخ فساد ختمېدو، د مدیکید (Medicaid) پروګرامونو لپاره د فدرال د هغې بودجې چې کم عاید لرونکو کورنیو ته د درملنې خدمات وړاندې کوي، د کمېدو مخنیوي، د هغو پروګرامونو تامین چې د کارګرانو ژوند ورپورې تړلی دی او پر کډوالو د بریدونو ختمېدو» غوښتنه کړې ده.
راپور کې دغه راز راغلي، واشنګټن ډيسي کې په لاریونونو کې د امریکا ډیموکراټ استازي جیمي رسکین ویلي، امریکا د یوه داسې ولسمشر په شتون کې چې «د موسولیني (یا دیکتاتورۍ، ځپلو او پر ټولنه د سخت کنټرول رژیم سیاتونه (د لوی اقتصادي ناورین پر مهال د متحده ایالتونو ولسمشر) او هربرت هوور اقتصاد لري»، هیڅ راتلونکی نه لري.
رسکین ویلي: «زموږ بنسټ اېښودونکو اساسي قانون لیکلی چې له موږ «دیکتاتورانو» سره نه پیلېږي، سریزه یې وايي «موږ خلک».
لاسانجلس کې هم خلکو د «خلکو لپاره قدرت» شعارونه ورکړي او له داسې تابلوګانو سره چې د «مقاومت وکړئ، مقاومت وکړئ» په څېر پیغامونه یې درلودل، سړکونو ته راوتلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP