جلالاباد (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴): ننګرهار کې سیمهییز مسوولین وایي، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویمې لړۍ له پیل سره سم په تېرو درېیو ورځو کې د تورخم له لارې شاوخوا زر کورنۍ راستنې شوې دي.
د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې ټولو بېاسنادو کډوالو ته د مارچ وروستۍ نېټه ضربالاجل ورکړی و څو له دغه هېواده ووځي که نه په زور به و ایستل شي چې له تېرې جمعې ورځې راهيسې يې د کډوالو په زور ایستلو او نيولو لړۍ پيل کړې ده.
د ننګرهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست اړوند د تورخم د کډوالو د انتقال مسوول بخت جمال ګوهر د وري په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د پاکستان د حکومت له لوري د افغان کډوالو د جبري را ایستلو دويمې څپې له پيلېدو وروسته سلګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
هغه زیاته کړه: «هره ورځ سلګونه کورنۍ راځي، ۴۵۰ پرون (شنبې) راغلې، ۳۵۰ د جمعې په ورځ راغلې او ۲۰۰ کورنۍ د پنجشنبې په ورځ راغلې دي.»
دی وايي، له ټولو کورنيو سره د اسلامي امارت له بودجې تر لس لس زره افغانيو پورې مرسته شوې، ټولو کورنيو ته د لنډمهالې مېشتېدنې، روغتیا او د ماشومانو خوندیتوب برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې او مرستې ورسره کېږي.
هغه زیاته کړه، د کډوالو د ستونزو د حل، مرستو جلبولو او په تورخم کې کډوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه د دوی هڅې روانې دي او دا نن هم د دغه ولایت د مرستيال والي په مشرۍ د اړوندو ادارو د همغږۍ ناسته شوې ده.
بلخوا، د ننګرهار د کډوالو چارو رييس بازمحمد عبدالرحمن هم وایي چې له اختر وروسته د تورخم له لارې ۸۵۰ کورنۍ راستنې شوې چې د غړو شمېر يې تر څلورو زرو کسانو رسېږي.
دی وايي، دغه راز ۲۰۰۰ نور افغان کډوال چې د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شوي وو او ځينو يې هلته د بند شپې ورځې هم تېرې کړې، په دې موده کې راډيپورټ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP