لښکرګاه (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۴): د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه مهال د ګرمسېر ولسوالۍ په هزار جفت سیمه کې یو ویډز ډوله موټر له سړکه وتلی او د بغرا کانال ته غورځېدلی دی.
دی وایي چې په دغه پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.
ده زیاته کړه چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په بغلان ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی و او پنځه نور ټپیان وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP