Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېرو دوو اونیو کې د اوسپنې پټلیو له لارې شاوخوا ۱۲۹ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): ټولګټو وزارت وایي،  تېرو دوو اونیو کې د افغانستان د څلورو بندرونو د اوسپنې پټلیو له لارې ۱۲۸ زره او ۸۱۴ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.

د افغانستان د ټولګټو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په تېرو دوو اونيو کې د ۱۴۰۴ د وري میاشتې له لومړۍ تر ۱۴مې نېټې پورې د اوسپنې پټلیو له لارې (۱۲۸۸۱۴) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

سرچینې ویلي، یاد انتقالات د حیرتان بندر له لارې ۹۶۴۰۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۰۹۱۰ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۷۹۱۱ ټنه او د خواف – هرات له لارې ۳۵۹۰ ټنه انتقالات شوي چې ټولټال (۱۲۸۸۱۴) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد وارد او صادر شوي دي.

دغه وزارت لیکلي، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي چې په تېرو دوو اونيو کې ۴۵۷۰ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي چې لويه برخه یې وچه میوه، د انار جوس، کینو او کچالو دي.

سرچینې ویلي، ټولګټو وزارت هڅه کوي، څو د لا ډېرو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټولګټو وزارت د روانې وري میاشتې په څلورمه ویلي وو، د تېر ۱۴۰۳ کال کب میاشت کې د افغانستان د څلورو بندرونو د اوسپنې پټلیو له لارې ۳۵۸ زره او ۸۵ مټریک ټنه توکي انتقال شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.