پلعلم (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): د لوګر سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د عینک مسو کان پر وړاندې پرتې ډېرې ستونزې هوارې شوې او چیني قراردادي شرکت دې ژر تر ژره له دغه کان څخه د استخراج عملي چارې پیل کړي.
د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور د عینک کان ساحه کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د دغه ولایت د عینک مسو کان د قرارداد له مخې ډېری ستونزې هوارې شوې دي او اړتیا ده چې (MCC) شرکت د حکومت او خلکو په غوښتنه د یاد کان عملي استخراج پيل کړي.
هغه زیاته کړه، ولایتي اداره چمتو ده که قراردادي شرکت په هره برخه کې له ستونزو سره مخ وي، د ستونزو په له منځه وړلو کې هر اړخیز ملاتړ وکړي.
د نوموړي په خبره، چیني شرکت باید له حکومت سره د شوي قرارداد له مخې د عینک مسو کان ته غځېدلی سړکونه، برېښنا، هلته ښوونځي او روغتیايي مرکزونو ته هم ودانۍ جوړې کړي.
بلخوا، په جوړه شوې غونډه کې د عینک مسو کان استخراجکوونکي قراردادي شرکت مسوولینو هم ولایتي ادارې او خلکو ته ډاډ ورکړ چې هڅه کوي د دغه کان عملي استخراج پیل کړي.
دغه راز، د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې چینایان حکومت ته د یاد کان د استخراج د پيل ژمنې ورکوي خو تر اوسه د یاد کان د استخراج عملي څرک نه لګېږي.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره د عینک کان ملي پروژې پر وړاندې شته ټولې ستونزې هوارې کړي او چینایانو ته د یاد کان د استخراج د پیل لپاره ضربالاجل وټاکي.
د عینک مسو کان قرارداد د ۲۰۰۸ کال د اپرېل په ۲۵مه له یوه چیني شرکت (اېمسيسي) سره د کانونو وزارت له خوا لاسلیک شو، خو تر اوسه د مسو استخراج عملي چارې نه دي پيل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP