کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو نوې لړۍ پیل ته د چمتووالي ناسته کې پرېکړه شوې چې د اړتیا پر مهال دې د کډوالو د ښه مدیریت لپاره مسلکي کسان وګومارل شي او یو پلاوی دې د کډوالو اړتیاوو د ارزونې لپاره تورخم ته واستول شي.
پاکستاني رسنیو تېره اونۍ وويل، په پاکستان کې افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضربالاجل له پای ته رسېدو وروسته پاکستاني پولیسو خپل اقدامات پیل کړي او په اسلاماباد او راولپینډۍ کې یې یو شمېر افغان کډوال نیولي دي.
په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضربالاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد او له هغه راهيسې شاوخوا زر کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
د کډوالو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د افغان کډوالو د نوې جوپې پیل ته د چمتووالي او اسانتیاوو برابرولو په موخه ناسته ترسره شوه.
خبرپاڼه کاږي، په دې ناسته کې په كور دننه له پاکستانه د افغان کډوالو د نوې لړۍ د ښه مدیریت، اسانتیاوو چمتو کولو، د ستونزو حل او له اړوندو نړۍوالو او حکومتي بنسټونو او ادارو سره پر همغږۍ خبرې او پرېکړې وشوې.
مولوي عبدالکبیر په دې ناسته کې ویلي، د کډوالو د ثبت پروسې چکټیا په موخه دې د اړتیا وړ توکي، وسایل او مسلکي کسان پولو ته ولېږل شي او همدارنګه د اړتیا په صورت کې دې مسلکي او وړ کسان د کډوالو د ښه خدمت او مدیریت په موخه وګومارل شي.
ده ویلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه له فرمان سره سم دې د کډوالو د ستونزو هواري په موخه د امارتي ادارو همکارۍ او مرستې راجلب کړل شي او د همغږۍ لپاره دې د کډوالو له عالي کمېسیون او د هغه له کمېټو سره ناستې دوامداره وشي.
یاد وزارت لیکلي، په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت یو پلاوی دې تورخم ته ولېږل شي څو د کډوالو اړتیاوې وارزوي او د ستونزو د حل په موخه یې له اړوندو ادارو سره په ګډه کار وکړي.
د یوه بل خبر له مخې، دغه راز د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفي په مشرۍ هم په دغه ولایت کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه بېړنۍ ناسته شوې او له مرستندویو موسسو غوښتل شوي چې د راستنېدونکو د اړتیاوو پر بنسټ دې لازمې مرستې په پام کې ونیسي.
دا په داسې حال ده چې افغان چارواکو په وار وار له پاکستانه غوښتي څو افغان کډوال له دغه هېواده په زور ونه باسي او د کډوالۍ نړۍوال قانون له مخې ورسره چلند وکړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو بیا له پاکستانه غوښتي چې د اسلاماباد او راولپينډۍ په ګډون د دغه هېواد له نورو سیمو د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.
اسلامي امارت او نړۍوالو بنسټونو بیا له پاکستان غوښتي د افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ ژر تر ژره ودروي.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیون افغانان ژوند کوي چې له دې ډلې یو میلیون یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP