Language

د اروزګان په مرکز کې یو کس په ډزو وژل شوی

ترینکوټ (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژانده وسله‌والو نن سهار د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار د جغلي سړک سیمه کې یو کس په ډزو وژلی دی.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د ترینکوټ ښار لومړۍ امنیتي حوزې د جغلي سړک سیمه کې د نعمت‌الله په نوم یو کس د ناپېژاندو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی او پولیسو یې په تړاو دوه کسان نیولي دي.

هغه زیاته کړه، د پېښې انګېزه شخصي مسایل دي او نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

Related Topics