Language

تېر کال افغانستان ته څه باندې ۳۴ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېر لمریز کال په اوږدو کې افغانستان ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې څه باندې ۳۴ زره بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی دی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ثبت شوې شمېرې ښیي چې تېر کال د ۵۹۸ ښځینه‌وو په ګډون ۱۸ زره او ۸۴۶ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او د ۳۸۲ ښځینه‌وو په ګډون ۱۵ زره او ۵۶۵ نور بیا له دغه هېواده وتلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په ټوله کې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې افغانستان ته د ۳۴ زره او ۴۱۱ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.

د خبرپاڼې په حواله، د ثبت شوو ارقامو له مخې، ښکاري چې ۱۸ زره او ۳۹۲ کسان له ځمکنیو بندرونو  او ۴۵۴ نور د هوا له لارې افغانستان ته راغلي چې له دې ډلې دوه زره او ۷۲۱ کسان د افغانستان د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور د کار لپاره راغلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې ادارې د ثبت شوو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر (۱۰ زره او ۶۴۱) بهرني وګړي چې ډېری یې ډریوران دي، د کار په موخه د نیمروز له بندر او ۴۳۴۵ تنه چې ۱۳۲۵ یې سېلانیان دي، له تورخم بندره افغانستان ته راغلي دي.

یادې ادارې لیکلي چې په یاده موده کې ۳۰۵۸ تنه نور بیا د هرات د ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور بهرني وګړي د حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر، د فاریاب له اقینې او د بدخشان له اشکاشم بندرونو او د کابل او کندهار هوايي ډګرونو له لارې افغانستان ته راغلي دي.

خو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د یاد شمېر بهرنیو وګړو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.