کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د خصوصي سکټور غړو د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیون ډالرو په پانګونه یوه صنعتي پارک جوړولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د هېواد له ملي او نړۍوال سوداګر خلیل ځدراڼ، د څرخي پله د صنعتي پارک د صنعتکارانو اتحادیې له رییس عبدالجبار صافي او ملي سوداګر بختاور کوچي سره لیدنه وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې یادو خلکو د خصوصي صنعتي پارک جوړولو په اړه خپله برنامه او د پانګونې اندازه چې ۱۲ میلیون ډالره ده، دا چې د کابل ولایت د دهسبز ولسوالۍ پر زر جریب ځمکه جوړېږي، له یاد وزارت سره شریکه کړه او ټینګار یې وکړ چې د یاد پارک په جوړېدو سره به سلګونه صنعتکارانو ته د فعالیت او زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د پانګهوالو د برنامو هرکلی وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې د یاد صنعتي پارک پروپوزل له دغه وزارت سره شریک کړي څو تخنیکي ټیم پرې کار وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP