کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د نسبتاً سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو د احتمال خبر ورکوي.
یاد وزارت نن (دوشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د روان کال د وري میاشتې په ۱۹مې او ۲۰مې نېټې په حوزوي سیمو (هریرود، شمال، کابل، پنج امو) او یو شمېر اړوندو سلیبرونو کې د نسبتا سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو احتمال شتون لري.
سرچینې لیکلي چې د (غور، بادغیس، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سنمګان، غوربند، پنجشیر، لغمان، کونړ، کابل، بغلان، تخار، کندوز، کوکچه) سیندونو او یو شمېر اړوندو سلیبرونو کې د اوبو د کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
وزارت د یادو سیمو له خلکو غوښتي څو د سېلابونو راوتلو او په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو پر مهال دې سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي او د لاندینو سیمو خلکو ته دې خبر ورکړي څو له انساني تلفاتو مخنیوی وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP