Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: مرستندویان دې له افغانستان سره خپلو حیاتي مرستو ته دوام ورکړي

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): په افغانستان د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د نړۍ له مرستندویو هېوادونو او بنسټونو غوښتي څو له افغانانو سره خپلو حیاتي مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) خپرپاڼه کې راغلي چې دغه غوښتنه د هغو هېوادونو لپاره مطرح کېږي چې دا مهال په نړۍ کې له دویم ستر بشري ناورین سره مخ دي.

سرچینې لیکلي، دغه غوښتنه په استانبول کې د روانې اونۍ له ناستو مخکې شوې چې د افغانستان د همغږۍ ډلې په نوم د مرستندویو هېوادونو استازي، نړۍوال مالي بنسټونه او یوناما به کې راټول دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي‌کوونکی او د دغه سازمان د سرمنشي د ځانکړي استازي مرستیال ایندریکا راتواته ویلي: «که غواړو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو څو د بې‌وزلۍ او کړاو له پړاوه ووځي، نو باید بېړنیو اړتیاوو ته د ځواب ويلو همداسې لازم امکانات ولرو، په داسې حال کې چې ورته مهال د اوږدمهاله ثبات لپاره زمینه برابره کړو.»

د هغه په خبره، د افغانستان خلکو ته د مرستې په رسولو کې د سختو ستونزو سربېره، «موږ باید په تدریج له ژوند ژغورونکو مرستو د دوامداره حل‌لارو پر لور حرکت وکړو؛ هغه حل‌لارې د زیان‌مننې اصلي لاملونه په ګوته کوي.»

نوموړي دغه موضوع د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره حیاتې بللې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې همکارو موسسو د بشري چارو او لومړنیو بشري اړتیاوو برخه کې د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره ټولټال ۳.۲۱ میلیارد ډالر راټول کړي چې د تېر کال د مرستو له کچې ډېر وو.

د مرستندویانو سخاوت ملګرو ملتونو او شریکانو ته یې دا امکان برابر کړ څو د حیاتي مرستو، د اړینو خدماتو په ساتلو او د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د پیاوړتیا برخو کې د پام وړ پایلې ترلاسه کړي.

یوناما لیکلي چې پر بشري پروګرامونو او اساسي انساني اړتیاووو د مالي تامین نړۍوال ناورین سختې اغېزې کولای شي د افغانستان په ثبات کې د تېرو څلورو کلونو ماتې ګوډې لاسته‌راوړنې لکه د خوړو خوندیتوب ښه‌والی او منځنۍ اقتصادي وده له خطر سره مخ کړي.

د سرچينې په خبره، که د ثبات او دوام برخه کې لږ تر لږه پانګونه دوام ونه کړي، نو ښايي افغانان خطرناکو کارونو لکه غیرقانوني کډوالۍ ته مخه کړي؛ هغه اقدام چې دوی له جدي ګواښ سره مخ کوي او پر سیمه لا ډېر فشار راوړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.