غزنيښار (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۴): غزني کې د بدني روزني او ورزش امریت مسوولين وايي، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې درې ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.
د غزني د بدني روزني او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، يادې سیالۍ د کوچني اختر په مناسبت او د هېواد د ملي او محلي لوبو د ودې او پرمختګ په موخه د غزني ښار د اسفنده دښته کې د ۲۰۰ لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې.
د هغه په وينا، يادې لوبې ته په درېیو سني کټګوريو کې لکه ځوانان، نوي ځوانان او لویان لوبغاړي ترتيب شوي وو.
نوموړي زیاته کړه، په یادو ګټګوریو کې به مخکښ لوبغاړي د غېږنیوني فدراسیون له لوري د غزني د غېږنیوني ملي لوبډلې ته وروپېژندل شي.
ورته مهال، هغه پهلوانان چې په دې لوبو کې یې برخه اخیستې وه، له حکومته غواړي چې په دغه ولايت کې دې د بېلابېلو لوبو لپاره معياري لوبغالي جوړ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP