ګردېز (پژواک، ۱۹ وري ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت وایي چې د پکتیا ولایت په حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره په پنځو برخو کې د اکمال تخصص پروګرام پیل شو.
د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي نن په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې په دغه روغتون کې د عمومي داخلې، جراحي داخلې، د ماشومانو داخلې، نسایي ولادي او ارتوپیدي برخو کې د تخصص پروګرام پیل شو.
هغه وویل: «په یوه روغتون کې د تخصص پروګرام پیل هدف دا دی چې د روغتیا برخه معیاري شي. د اکمال تخصص پروګرام له لارې به ډاکټران وکولای شي په خپلو اړوندو برخو کې تحقیق وکړي او نوې څېړنې ترسره کړي، چې له امله به یې روغتیايي خدمات لا معیاري شي او ناروغانو ته به غوره درملنه برابرېږي.»
د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر معراج ګل عادل وویل چې په حوزوي روغتون کې د تخصص پروګرام پیل یو مثبت ګام دی، او دا به په راتلونکي کې د متخصصو ډاکټرانو د روزنې له لارې د روغتیا برخه معیاري کړي.
هغه زیاته کړه چې په دغه پروګرام کې به د سیمې د نفوس له مخې متخصص ډاکټران وروزل شي.
د پکتیا حوزوي روغتون یو ډاکټر، مجاهد، پژواک خبري آژانس ته وویل چې پخوا به د متخصصو ډاکټرانو د نشتوالي له امله ناروغان کابل ته استول کېدل، خو د تخصص له پروګرام سره به متخصصین وروزل شي او ناروغان به په خپله سیمه کې ښه درملنه ترلاسه کړي.
نوموړي د عامې روغتیا وزارت له مسؤلینو وغوښتل چې د تخصص پروګرام لپاره دې د ټرېنرانو (روزونکو) په توګه هغه کسان وګماري چې له اوږدې مودې راهیسې په دغه روغتون کې دنده لري.
یو بل ډاکټر، نورالله، هم د عامې روغتیا وزارت غوښتنه وکړه چې په پکتیا حوزوي روغتون کې دې د تخصص پروګرام نورې برخې هم شاملې شي.
د یادونې وړ ده چې نن د تخصص پروګرام د پیل تر څنګ، د نارینهوو او مېرمنو لپاره د دوه جلا انتظار خونو د جوړېدو چارې هم پیلشوې، چې د «یونهبیټات» مؤسسې له خوا د ۴۸ زره امریکایي ډالرو په مالي مرسته جوړیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP