Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيا کې يو روغتيايي مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

ګردېز (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د پکتیا سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز ګردېز اړوند د رباط کډوالو ښارګوټي کې د ۳۷۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د پکتيا عامې روغتيا رييس ډاکټر معراج‌ګل عادل د ياد روغتيايي مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وويل چې ياد مرکز د «يواېن‌اېچ‌سي‌ار» په مالي لګښت جوړ شوی.

هغه دغه راز وويل چې ياد روغتيايي مرکز ټول ۳۴ خونې لري چې ټول دېرش بسترونه او نورې اړينې اسانتياوې لري چې ۳۷۵ زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلی.

ياد روغتيايي مرکز ته به د رباط کډوالو د ښارګوټي او څېرمه سيمو زرګونه کورنیو ناروغان د درملنې لپاره مراجعه کوي.

د ياد روغتيايي مرکز د پرانيستې په مراسمو کې د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي وويل چې په ۳۱۸ ولسواليو کې به د ولسوالۍ په کچه روغتونونه جوړ کړي.

هغه وويل چې په تېرو شلو کلونو کې د روغتيا برخې ته کار نه دی شوی چې له امله يې هېوادوال اړ کېږي چې د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

د يواېن‌اېچ‌سي‌ار عمومي مسوول عرفات جمال هم وويل چې د راستنيدونکو کډوالو لپاره د روغتيا، زده‌کړو او کار زمينې برابرېدو لپاره کار کوي.

هغه زیاته کړه د افغانستان په کچه يې د ۲۱ روغتيايي مرکزونو جوړېدو چارې پيل کړې چې څلور يې ګټې اخيستنې ته وسپارل او د پاتې هغو چارې به د روان کال تر پايه بشپړې شي.

د ياد ښارګوټي يوه اوسېدونکي دنياګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کډوالو ښارګوټی د ګردېز له ښار څخه لرې دی او د ژمي پر مهال به يې اوسېدونکو نشو کولی چې خپل ناروغان تر ګردېز پورې ورسوي.

هغه غوښتنه وکړه چې یاد روغتيايي مرکز کې دې مسلکي ډاکټران، درمل او نور امکانات برابر کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.