Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله سبا له نیپال سره وروستۍ لوبه کوي

 کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله چې په لومړیو دوو سیالیو کې یې نیپال ته ماتې ورکړې، سبا خپله درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه له کوربه لوبډلې سره ترسره کوي.

یاده سیالي په نیپال کې ترسره کېږي چې د افغانستان په وخت به د سهار په اته بجو او ۱۵ دقیقو به پیل شي.

د یادونې ده، له دغو سیالیو وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو لوبغاړو نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو کې ګډون وکړي چې د اپریل میاشتې په ۱۳مه نېټه په نیپال کې ترسره کېږي.

افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې د عمان، هانګ کانګ، متحده عربي اماراتو او د نیپال لوبډلو سره لوبې ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.