کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، سبا د درېیو زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ په کابل، مزار او نیمروز ولایتونو کې پیلېږي.
د فوټبال فدراسیون نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دغه سیالۍ د مرکزي زون، شمالي زون او د سوېللویدیځ زون لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
سرچینې زیاته کړې، د مرکزي زون سیالۍ به د بامیان، کاپیسا، پنجشېر، پروان او دایکندي لوبډلو ترمنځ په کابل کې، د شمالي زون سیالۍ د بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل او سمنګان لوبډلو ترمنځ په مزار شریف کې ترسره شي.
همدارنګه د سوېللویدیځ زون سیالۍ د کندهار، نیمروز او هلمند لوبډلو ترمنځ په نیمروز ولایت کې ترسره کېږي.
فدراسیون لیکلي چې د درېیو نورو زونونو د لوبو د پیل نېټه به هم ډېر ژر اعلان کړي.
د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، له شپږو زونونو څخه به اته لوبډلې د زونونو په کچه ترسره کېدونکو د فوټسال اتلانو په نوم سیالیو ته او دوه مخکښې لوبډلې به د ۲۰۲۵ کال د افغانستان د فوټسال غورهلیګ سیالیو ته لار پیدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP