Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کډوالو وزارت: هیڅوک باید کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د وسیلې په توګه ونه کاروي
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې له صبر او زغمه کار واخلي، له کډوالو سره په چلن کې ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړۍوال قوانین رعایت کړي.

پاکستاني رسنیو تېره اونۍ وويل، په پاکستان کې افغان کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته پاکستاني پولیسو خپل اقدامات پیل کړي او په اسلام‌اباد او راولپینډۍ کې یې یو شمېر افغان کډوال نیولي دي.

په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضرب‌الاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد او له هغه راهيسې شاوخوا زر کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي: «په تاسف سره چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لوري د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پروسه پیل شوې ده.»

خبرپاڼه کې راغلي، دا مهال په پاکستان کې افغان کډوال په کورونو، هټیو او بازارونو کې په غیرقانوني ډول نیول کېږي او په زوره زندانونو ته له وړل کېدو وروسته اړ ایستل کېږي چې افغانستان ته راستانه شي.

یاد وزارت لیکلي، له پاکستانه تمه لري چې د افغان کډوالو پر وړاندې پیل شوی تاوتریخوالی او ناوړه چلن پای ته ورسوي او هیڅوک باید کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د وسیلې په توګه ونه کاروي.

خبرپاڼه زیاتوي: «موږ د پاکستان او ایران له اسلامي جمهوریتونو غواړو چې د کډوالو پر وړاندې له صبر او زغمه کار واخلي، له کډوالو سره په چلن کې ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړۍوال قوانین رعایت کړي.»

د خپرو شوو راپورونو له مخې، اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیون افغانان ژوند کوي چې له دې ډلې یو میلیون یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.