کابل (پژواک، ۱۹ حمل ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۱۰۱ افغان کډوالو له خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد کډوال پرون هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې لیکلي، د کندهار ولایت د سپینبولدک د سرحدي امریت معلوماتو له مخې، یاد کډوال د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له دوو تر درېیو ورځو بندیان وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کډوال له ثبتېدو او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP