کندوز (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د کندوز ځایي سرچینو په دغه ولایت کې د تېر کال په ترڅ کې د ۲۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکې د تثبیت خبر ورکړی او وایي چې په دې موده کې څه باندې ۱۴ زره جریب ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
په کندوز کې د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي سکرتر محمد عرفان سراج وویل چې ۱۴۰۳ کال کې دغه ولایت کې ۲۰ زره جریب ځمکه امارتي تثبیت شوې ده.
هغه وویل چې ډېری غصب شوې ځمکې امام صاحب، قلعهذال، خاناباد ولسوالیو او د کندوز په مرکز کې موقعیت لري چې د زورواکو او عامو خلکو له خوا غصب شوې وې.
نوموړی وایي: «په ۱۴۰۳ کال کې ۱۴ زره او ۱۶۸ جریبه ځمکه د کندوز د تخنیکي پلاوي له لوري د څېړنو له بشپړېدو وروسته د مرکزي کمېسیون د تصمیم او د بلخ زون ځانګړې محکمې د فیصلې له مخې، د دولتي ځمکو په توګه بېرته راګرځول شوې دي.»
بلخوا، د کندوز اوسېدونکو دغه اقدام ستایلی او له مسوولینو غواړي څو د ځمکو له غاصبینو سره جدي چلند وکړي.
په دې اړه د کندوز یوه اوسېدونکي اخترمحمد وویل: «ډېر ښه اقدام دی، تېرو ۲۰ کلونو کې ډېرې دولتي ځمکې غصب شوي، باید له هغو کسانو سره چې غاصبین دي، جدي چلند وشي.»
ورته مهال، د دغه ولایت یوه بل اوسېدونکي میراحمد وویل: «له حکومت او مسوولینو څخه مو غوښتنه دا ده چې کومو کسانو غصب کړی، باید محکمه شي او اوسمهال هم کندوز کې ډېرې غصب شوې ځمکې شته چې باید بېرته را وګرځول شي.»
د دغه ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي هم د حکومت له لوري له غاصبینو سره پر جدي چلند ټينګار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP