Language

له پاکستانه په تېرو دوو ورځو کې څه باندې اته زره افغان کډوال را ایستل شوي

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) وایي، په تېرو دوو ورځو کې له پاکستانه اته زره او ۲۵ افغان کډوال ايستل شوي چې له ډلې یې له څه باندې ۲۵۰۰ کډوالو سره مرسته کړې ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌اواېم) تېره ورځ ناوخته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په یادو کډوالو کې بې اسناده او د (ای‌سي‌سي) کارت لرونکي شامل دي چې د تورخم او سپین‌بولدک له لارو افغانستان ته رااړول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د پاکستان حکومت له‌ خوا د ټاکل شوي ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو وروسته له دغه هېواده په جبري ډول د افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل شوې ده.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راستندونکو کډوالو د اړتیاوو مدیریت لپاره د اضافي مالي مرستو سملاسي برابرول ډېر مهم بللي او زیاته کړې یې ده، ای‌اواېم چمتو دی چې په مرزي سیمو کې د جبري راستنېدونکو ډېروالي ته په پام خپلې مرستې نورې هم پیاوړې کړي.