Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هېواد کې د زونونو په کچه د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ نن پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۴): د زونونو په کچه د «میرویس نیکه» په نوم د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ نن په کندهار او هلمند ولایتونو کې پیل شوې.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، د میرویس نیکه د کرکټ درې ورځنۍ سیالۍ نن په کندهار او هلمند ولایتونو کې پیل شوې چې د روانې اپرېل میاشتې تر ۲۶مې به دوام ولري.

هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې د مس عینک، بند امیر، بست، سپین‌غر او امو زونونو لوبډلې ګډون لري.

د نوموړي په خبره، په دغو سیالیو کې د پنځو زونونو په ګټه د لومړۍ او دویمه درجه ولایتي سیالیو لوبغاړي او یو شمېر هغه لوبغاړي چې مخکې په فرسټ کلاس سیالیو کې لوبېدلي وو خو ښه نه وو ځلېدلي، لوبېږي، څو د راتلونکو فرسټ کلاس سیالیو لپاره ځانونه چمتو کړي.

په دغو سیالیو کې نن د امو زون لوبډله د مس‌ عینک پر وړاندې او د بند امیر زون لوبډله د سپین‌غر پر وړاندې لوبه ترسره کوي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو له پای‌‌ ته رسېدو وروسته به د زونونو په کچه څلور ورځنۍ (فرسټ کلاس) سیالۍ هم ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.